د پُست نړیواله ورځ (د اکتوبر نهمه) ولمانځل شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۴:۳۰
روز جهانی پُست

د پُست نړیواله ورځ نن (پنجشنبه، د تلې میاشتې په ۲۴ مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ‏وزارت لخوا د کابل پوهنتون ایډیټوریم په تالار کې ولمانځل شوه. پدې غونډه کې د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) ‏رئیس، د افغان پُست رئیس، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رئیسانو او کارمندانو، د پُستی شرکتونو چارواکو، د ‏پوهنتون استادانو او رسنیو پکې برخه اخیستې وه‎.‎

یاد پروګرام د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.‏

لومړۍ د افغان پُستي خدمتونو تنظیم ادارې د بورډ (آپرا) غړي ښاغلي صمد مصلح د دې مهمې او تاریخي غونډې ګډونوالو ته ‏د ښه راغلاست او مبارکي ویلو تر څنګ، د آپرا ادارې د فعالیتونو او د پوستي خدمتونو د اهمیت په اړه  خبرې وکړې‎.‎

نوموړي د آپرا ادارې موقعیت او دندو ته په اشارې سره یادونه وکړه چې دغه دفتر د پُستی خدمتونو په برخه کې د پالیسۍ ‏جوړونکي بنسټ په توګه فعالیت کوي او د افغانستان اساسي قانون په رڼا کې د پُستی بازار فعالیتونو څارنه کوي‎.‎

عبدالصمد مصلح

ورپسې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (آترا) رییس ښاغلي عمر منصور انصاري د پُستی خدمتونو د اهمیت او ‏رول په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې له کاغذي سیسټم څخه انټرنیټ ته د پُستی خدمتونو بدلون د پُستی خدمتونو د سرعت ‏او کیفیت په برخه کې ډیرې اسانتیاوې رامینځته کړې‎.‎

ښاغلي انصاري زیاته کړه چې پوستي خدمت د انلاین سوداګرۍ لپاره بنیادي ملاتړ او ملیونونه وګړي د دې لارې په وسیله سره ‏وصل دي‎.‎

ورپسې، د افغان پوست رییس ښاغلي احمد وحید ویس د پُست نړیوالې ورځې په ویاړ مبارکي ویلو په ضمن کې د افغان پُست د ‏ادارې د تشکیل، خدمتونو فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.‏

همدارنګه، هغه ډیجیټلي بدلون، برښنایي سوداګرۍ، سیمه ایز لټون (Local Search)‎، موبایل مني خدمتونه او د هوایی دهلیز ‏خدمتونه د دې سکتور مهمو برنامو په توګه یاد کړل. د یاد شوي پلانونو او پروګرامونو پلي کولو کې د افغان پُست ادارې ژمنتیا ‏څرګنده کړه‎.‎

احمد وحید ویس

د مراسمو په پای کې، د پُست نړیوالې اتحادیې عمومي رییس پیغام ولوستل شو، چې په کې د افغانستان حکومت او خلکو ته د ‏پوسټ نړیوالې ورځې په ویاړ مبارکي ویلې شوي  وه‎.‎

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته