د پنجشیر ولایت عنابې ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۲۸
ولایت پنجشیر افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د هغو سیمکارتونو چې د سلام  مخابراتي شرکت له لوري د پنجشیر ولایت استازولیو ته لېږل شوي، د خرڅلاو له بهیر څخه د کنټرول په موخه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له خوا څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر اوسمهاله د پنجشیر ولایت د پیرودونکو استازولیو لپاره د مخابراتي شکبو له لوري استول شوي سیمکارټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې سره سم پلورل کیږي.

دیادونی وړده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ څخه څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي آنټن د رغېدو چارې پیل شوې.

یاد مخابراتي سایټ چې اوس مهال یې رغنیزې چارې پیل شوي د ۴ میاشتو...

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۶:۴۶
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت برکي برک ولسوالۍ په  پنده کلي کې...

بېرته خبرونه ته