د هند سفیر سره ناسته وشوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ سرپرست وزیر نن د هند سفیر ښاغلي منپريت اوهرا سره ولیدل.

په دغه ناسته کې د جنوبي اسیا په سپوږمکۍ کې د افغانستان د ټرمينل د پرانستې، د هند لخوا افغانستان ته د یوې بېلې ځانګړې سپوږمکۍ، د مخابراتو او ټیکنالوجي په سکتور کې د کدرونو په روزلو، کوچنیو پراختیایي پروژو او په دوه اړخیزو دوستانه اړیکو خبرې وشوې.
ډېر ژر به د هند او افغانستان تر منځ د جنوبي اسیا د سپوږمکۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره یادښتلیک هم لاسلیک شي. په دغه سپوږمکۍ کې چې ټول ۱۲ ټرانسپونډرونه لري، دوه به یې په وړیا ډول افغانستان ته ورکړل شي. له دې سپوږمکۍ به د مخابراتو، تلویزوني خپرونو، کرنې، کانونو او نورو برخو کې ګټه پورته کړای شي. همدا راز افغانستان ته د یوه ځانکړي سټیلایټ جوړولو او کابل کې د سټېلايټ د يو سټېشن جوړولو اړوند هم بحث وشو.

سرپرست وزير د هند له دوامداره مرستو مننه وکړه او هند يې خپل نژدې ستراتيژيک ملګری وباله. د هند سفير افغانستان کې د لا ډېرو پراختيايي کارونو هوډ څرګند کړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته