د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه(۶۰) تنه فارغ شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۳:۸
مخابرات ولایت ننگرهار

د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست او ننګرهار د تخنيکې او مسلکې زده کړو آمريت تر منځ د ترسره شوي هوکړه ليک په اساس  ۶۰ تنه د زدکوونکی د کمپیوټر د اساسي پروګرامونو برخوکې د عملي زده کړو حاصلولو څخه وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

یادو زده کوونکو ته د مجربو ښوونکو له لوري د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې زده کړې ورکړل شوي چې پر مټ به یې وکولای شي تر ډېره بریده د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.

دغې غونډه کې د ننګرهار ولایت یو شمېر مخورو، قومي مشرانو او د حکومت مسؤلینو هم ګډون کړی و او په ګډه یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه او د یاد ریاست له هلو ځلو یې مننه وکړه چې د وخت مطابق یې د دې ولایت ځوانانو ته د ټکنالوجۍ د زده کړې آسانتیاوې برابرې کړي.

مخابرات ولایت ننگرهار

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۴۸
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونو رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې او مخابراتي ستونزې یې...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۷:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او پوسټي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوي ذبیح الله (ذکی) د پوسټي خدمتونو د څارنې، عوایدو لوړولو، دپوسټي چوپړتیاو...

بېرته خبرونه ته