د موباییل له لارې ددولتي کارمندانو معاش د ورکړې پروسه پراختیا ومونده!

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۷/۱۷ - ۱۵:۲۵
گسترش روند تأدیۀ معاشات کارمندان دولتی از طریق موبایل

نیټه: د تلې ۱۷ مه، ۱۳۹۷

د موباییل له لارې ددولتي کارمندانو معاش د ورکړی پروسې د پراخوالي په موخه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د پوهنې وزارت، افغان بیسیم او روشن له مخابراتي شرکتونو سره جلا جلا هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د مخابراتو وزیر ښاغلي اریوبي وویل چې د موباییل له لارې د معاشاتو ورکړه ( MSP ) په افغانستان کې د معاشاتود الیکترونیکي ورکړی په پروسه کې مهمه ونډه لري.

ده زیاته کړه حکومت د ژمنو سره سم هڅه کوي چې د معاشاتو په ورکړه کې له ډیجیټلي وسایلو څخه په استفادې پراخ شفافیت رامینځته کړي او د پوهنې وزارت په همکارۍ دې پروسې ته لا وده ورکړي.

د ښاغلي اریوبي په وینا ددغه هوکړه لیکونو په لاسلیک سره به ښوونکي وکولی شي چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې چېرته چې بانکونه شتون نه لري په اسانی سره په خپل وخت بغیر له کوم ځنډ معاشونه ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته