د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس وزارت د پالیسی او پروګرامونو مرستیال معرفی شو

naweed_admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۸:۲۵
معین پالیسی و پروگرام وزارت مخابرات

ښاغلی احمد مسعود لطیف رای دیوې غونډي په ترڅ کې چې پرون شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري د میاشتې په ۴ مه نیټه د معلوماتي ټکنالوجې، مخابراتو او ساینس وزارت کې جوړه شوې وه په رسمي ډول معرفي شو.

په غونده کې د یاد وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او مرستیال، د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون رئیس او یو شمیر غړیو او د مخابراتو وزارت د بیلا بیلو ریاستونو رئیسان ګډون درلود.

معین پالیسی و پروگرام

 ښاغلي محمد فهیم هاشمي په خپلو خبرو کې ښاغلي لطیف رای ته د نوي دندې په مناسبت د مبارکۍ ویلو تر څنګ وویل: چې د ښاغلي رای مقرریدل د معلوماتي ټکنالوجې، مخابراتو او ساینس وزارت د نخبه سالارۍ پروګرام یوه برخه ده.

ښاغلي هاشمي د جلالتمآب جمهور رئیس څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ هیله وښودله چې د ښاغلي لطیف رای په راتلو سره د وزارت په چارو کې به لازم بدلون او پرمختګ راشي.

ښاغلي هاشمي د وزارت موخو ته په اشارې سره وویل: معلوماتي ټکنالوجې نن ورځ زمونږ د ټولنې له لومړیتوبونو څخه دی. په مختلفو ابعادو کې د دغه سکټور پراختیا د وګړو د ژوند په هره برخه مستقیمه اغیزه لري. نوموړي زیاته کړه: چې د معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختیا پرته، شفافیت، د بیروکراسۍ له منځه وړل او یا کمول او د فساد سره مبارزه ناشونۍ دی.

معرفی معین پالیسی و پروگرام وزارت تکنالوژی معلوماتی، مخابرات و ساینس

همداراز د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ښاغلي عبدالتواب بالا کرزی په خپلو خبرو کې د مخابراتو وزارت کړنو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او وویل چې د معلوماتی ټکنالوجۍ وده او سمسورتیا زمونږ د ټولنې د بریاوو ضامن دی. ښاغلي بالاکرزی په لوړو زده کړو وزارت کې د ښاغلي لطیف رای کارنامې او کړنې مهمې وبللې.

ښاغلي لطیف رای پخپله لنډه وینا کې یادونه وکړه چې په ټول قوت د مخابراتو وزارت د پرمختګ او سمسورتیا لپاره کار کوي.

ښاغلي لطیف رای د جمهوري ریاست عالي مقام د ۷۵۹ د حکم پر بنسټ د دغه پست لپاره معرفي شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته