د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې مرکز پرانیستل شو

Author image
Alireza Khaliqyar
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۶ - ۱۳:۴۹
Inauguration of Information Technology research Center in Information Technology Institute

د روان 1398 کال د سرطان (چنګاښ) د میاشتې په 6 مه نیټه د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ په انستیتیوت کې د معلوماتي ټکنالوجۍ څیړنیز مرکز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمی په حضور پرانیستل شو.

یاد لابراټوار چې د MTN مخابراتي کمپنۍ لخوا د 80 زرو ډالرو په پانګونه جوړ شوی دی په رسمي توګه د معلوماتي ټکنالوجۍ انسټیتیوټ ته وسپارل شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمی په خپلو خبرو کې وویل : خوشحاله یم چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې د ودې لپاره یو مهم او مثبت ګام پورته کوو، چې د محصلینو او بشري سرچینو د ودې لپاره ډیر اړین دی.
ښاغلی هاشمي وویل چې مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د قتصاد د ودې، امنیت او بشري سرچینو د پراختیا لپاره خورا مهمه ده، او مونږ هڅه کوو چې مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ ته پراختیا ورکړو او د دغه سکتور د خدمتونو کیفیت ښه کړو او همدا راز مخابراتي شرکتونه هڅوو چۍ د لوړ کیفیت خدمتونه وړاندې کړي.

په افغانستان کې د MTN مخابراتي شرکت مشر ښاغلي محمد عباد رضا د یاد شرکت د فعالیتونو د یادونې ترڅنګ یې زیاته کړه چې د دوي شرکت د ځوانانو او محصلینو لپاره ښه او ګټور پلانونه لري ددې لابراتوار رامنځته کول د کمپنۍ د پلان یوه مهمه برخه ده.

همداراز په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال ښاغلي محمد اجمل شاپور، د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتیوت رئیس ښاغلي پرفیسور شفیع شریفی، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې سلاکار ښاغلي محمد عطا یاری په وار سره د دغه لابراتوار پر اهمیت خبرې وکړې.

د پروګرام په پای کې د انستیتیوت او MTN شرکت ترمنځ د همکاری یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیا ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت ۲ سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه د پکتیا ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اتصالات مخابراتي شرکت...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

بېرته خبرونه ته