د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتیوت د پنځمې دورې محصلينو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتیوت ۳۹ محصلينوته د لیسانس په کچه د فراغت سندونه د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد انستیتیوت د کنفرانسونو په خونه  کې جوړه شوې وه ورکړل شول .

په دغه غونډه کې چې په همدې اړوند ،  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست او تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالی حسام، د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هیئت، د پوهنتونونو ریسانو، د محصلینو کورنی او د رسنیو استازو گډون کړی ؤ..

د غونډې په پیل کې ښاغلی محمد شریف شریفی د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتیوت رئیس محصلینوته مبارکی وویله  او زیاته يې کړه: د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتیوت د لوړو زده کړو په چوکات کې  فعالیت کوي، نن ورځ مونږ په دي ویاړو چې د هیواد ۳۹ ځوان محصلين د دغه انستیتیوت څخه د لیسانس په کچه ټولنې ته د خد مت په موخه وړاندي کوو، همداراز ښاغلی شریفی وویل: د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت استادان او محصلین او نور کارکوونکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ، افغان تیلی کام او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اترا) څخه مننه کوي چې په مالي برخه کې يي له انستیتوت سره مرسته کړي.

وروسته بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست ښاغلي بریالي حسام  محصلینو ته د هغوی د فراغت په مناسبت مبارکی وویله او زیاته یې کړه: ډیر خوښ یم چې بیا هم د انجنیری په برخه کې زمونږ ۳۹ تنه محصلین  د فراغت سندونه ترلاسه کوی او خپل هیواد ته د خدمت وړ ګرځي .

همدارنګه ښاغلی حسام د تعليمی سویې او د تعلیم د کیفیت په برخه کې وویل: د تعلیمی سویې کیفیت ډیرمهم دی، او مونږ باید ټول  په ګډه کوښښ وکړو په ځانګړي ډول ځوانان  چې د هیواد فعال قوت بلل کیږي، ترڅو زمونږ ګران هیواد هم د نورو هیوادونو په شان د ښه علمی او تعلیمی سویې څخه برخمن شي او زمونږ تاریخی هیواد هیڅ کله هم د نورو هیوادونو څخه شاته پاتې نه شي.

 انشاءالله په راتلونکو کلونو کې به افغانستان د مخابراتی خدمتونو د پرمختګ په ډګرکي د ګاونډیو هیوادونو په سر کي ځای ونیسي. نوموړي زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دې هڅه کې دی چې ګرانو محصلینوته په دغه انستیتیوت کې د ماسټرۍ زمینه برابره کړي. په آخر کي یو ځل بیا د نویو فارغ شویو محصلینو کورنیو ته مبارکی وویله او د لا ښه خدمت هیله یی ورڅخه وکړه.

په پای کې یو تن فارغ شوي ځوان محصل د هیواد په تحصیلي چارو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبری د پاملرنې  څخه د مننې په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې هیواد ته د خدمت په لاره کې به خپلې پوهې او توان په پوره توګه پکار واچوي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته