د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ولایتی ریاستونو د کمپیوټر ښونیز مرکزونه د ټکنالوجۍ په وسایلو سمبال شول

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۸:۵۸
تکنالوژی معلوماتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه په هدایت د ۱۶ درېیمې درجې او د دویمې درجې ولایتي ریاستونو د کمپیوټر ښوونیز مرکزونه د عصري تجهیزاتو د سمبالولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا د ټی ډي اف بودیجی له لوري د ۳۵ میلیونو افغانیو په ارزښت یوشمیر د ټکنالوجۍ اړوند وسایل ( ۵۴۰ پایې لپټاپ کمپیوټرونه، میزونه، چوکۍ او د لمریزې بریښنا وسایل) شامل دي اخیستل شوي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند ۱۶ ولایتی ریاستونو رئیسانو ته د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د رسمي لیک په ورکولو سره وسپارل شول.

مخابرات ولایات

‎یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ۱۶ ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیسانو سره د لیدنې پر مهال د ښه راغلاست ترڅنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پر اهمیت او ارزښت مفصله وینا وکړه .

ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل چې معلوماتي ټکنالوجي د اوسني عصر یو اړین ضرورت دی په همدې اساس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هم غواړي د افغانستان ځوان او لوستي نسل ته د ټکنالوجی د ودې او زده کړې په برخو کې آسانتیاوې برابرې کړي.

وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی افغانستان

‎د یادولو وړ ده چې د دغه تجهیزاتو په ورکولو سره به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند ښونیز مرکزونه په ښه ډول تجهیز شي او وه به کؤلای شو لوستو هیواد والوته د پرمختللي ټکنالوجۍ د زده کړې له لارې ټولنه کې د خدمت کولو فرصت برابر کړو او په ورځنیو چاروکې ترې ګټه پورته کړي او د هیواد د پرمختګ سبب وګرځي.

‎ ورته مهال د غونډې په پای کې ولایتي رئیسانو په خپل وارسره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دغه کړنه وستایله او مننه یی څرګنده کړه چی د هیواد مظلوم او بی وسه هیواد والو ته یې د عصري ټکنالوجۍ په مټ د پوهې حاصلولو زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته