د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د انګلستان د سفیر سره وکتل
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي د انګلستان د سفیر ښاغلي سر نیوکلاس کی (Sir Nicholas Kay ) سره وکتل.
په لیدنه کې د دواړو هېوادونو په هر اړخیزو همکاریو خبری وشوې. ښاغلي آریوبي د انګلستان له سفیر څخه د مخابراتي او معلوماتي ټیکنالوجۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ورته ځینې طرحې وړاندې کړې، ښاغلي سفیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ طرحې ومنلې. او زیاته یې کړه چې دوی به دغه طرحې د خپلو همکارانو سره شریکې کړي او د امکان په صورت کې به خپله همکاري و نه سپموي.
