د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په چوکاټ کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې اترا، افغان ټلیکام مخابراتي شرکت او د افغان پُسټ بیا ادغام

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۵ - ۱۱:۴۵
ادغام مجدد ادارات اترا، افغان پُست و افغان تلیکام با وزارت مخابرات

څنګه چې ګران هیوادوال خبر دي، پورتنۍ یادې ادارې د دولت مهمې خدماتي او عایداتي ادارې دي چې په تیر یوه یا ۲ کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه جلا او خپلواک ریاستونه ترې جوړ شوي و.

پر افغانستان د اسلامي امارت له حاکمیت، کابینه کې له اوږدو بحثونو، مشورو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني له هلو ځلو وروسته د روان کال د لیندۍ (قوس) میاشتې په ۱۲مې نیټې د چارو په اداره کې د رئیس الوزرا د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ غونډه کې د یادو ریاستونو په اړه په لاندې ډول پریکړې وشوې:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په چوکاټ کې د دولتي شرکتونو په توګه د افغان ټلیکام او افغان پُسټ مخابراتي شرکتونو لیږد او فعالیت، او د يادو شويو شرکتونو تخنيکي او مالي مديريت بايد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزير له خوا ترسره شي.

همدا راز د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (ATRA) په اړه هم په لاندې ډول پریکړه شوې:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په چوکاټ کې د غیر بودیجوي واحد په توګه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (ATRA) انتقال، د فعالیتونو دوام او د هغې رهبري او مالي مدیریت د مخابراتو د وزیر لخوا ترسر کېږي.

د دغو ریاستونو بیا یوځای کیدل به له یوې خوا د دې سکټور لپاره موخو ته د رسېدو په برخه کې د همغږۍ لامل شي، له بلې خوا، دا به د واحدې ادارې تر مشرۍ لاندې د خدمتونو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته