د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر فراه ولایت ته سفر وکړ

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۵:۵۹
مخابرات ولایت فراه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د سفر په لړ کې له ارزګان ولایت وروسته فراه ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت د والي له مرستیال ښاغلي مولوي عبدالکریم جهادیار، د علماو شورا او د محاکمو له رییسانو او ځایي مسؤولینو سره لیدلي د دغې سفر په ترڅ کې ښاغلي وزیر صاحب د مخابراتي چوپړتیا، د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو فراه ولایت د لرو پرتو سیمو د مخابراتي پوښښ او په ګڼو نورو موضوعاتو خبرې کړي .

ښاغلي وزیر صاحب د دغې سفر موخه د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو او همدا راز هېواد کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا په موخه ترسره کړی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني فراه ولایت ته په سفر کې چې د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس ښاغلي ابوذر فراهي یې ملتیا کوله د یاد ولایت له مرستیال والي او ګڼو امارتي چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، مونږ هڅه کړې هېواد کې انټرنټي او مکالماتي خدمات تر لرو پرتو سیمو ته ورسوو، وخت په وخت له مخابراتي مارکېټ څخه څارنه ترسره کوو او له مخې یې انټرنټي او مکالماتي بیې ټاکو، د ښاغلي وزیر صاحب په وینا تېرو ۳ کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانېدلی ۲ ځلې بیې ټیټې او هېوادوالو ته په ارزانه او کمه بیه مکالماتي او انټرنټي چوپړ وړاندې کړي او همدا راز د لرو پرتو سیمو د مخابراتي پوښښ په موخه مو له ۵۵۰ ډېر مخابراتي سایټونه پلان کړي وو چې اوس پرې عملا کار روان دی او له ډلې یې ۵۴ مخابراتي سایټونه ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي دي، ښاغلي وزیر صاحب د خپلو خبرو په دوام وویل، د اوسني عصر اړتیا ته په کتو او د ټکنالوجۍ د چټکې ودې له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نورو ۱۶ ولایتونو په ګډون فراه ولایت کې د انټرنټ او کمپیوټر په برخه کې عصري مرکز چمتو او ګټې اخیستنې ته یې سپارلی او د همدې ښوونیز مرکز د تجهیز په موخه یې ورته عصري کمپیوټر لب، نوي کمپیوټرونه، پراجکټورونه، د برېښنا سیسټم د ستونزې د حل په موخه سولري برېښنايي سیسټم، مجرب ښوونکي او د اړتیا وړ نور توکي برابر کړي چې اوس پکې عملا د فراه ولایت دولتي کارکوونکي، محصلین او د فراه ولایت محترم اوسېدونکي زده کړه کوي.

همدا ډول دغې ناسته کې د فراه ولایت مرستیال والي ښاغلي مولوي عبدالکریم جهادیار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر او د وزارت رییس صاحبانو او کارکوونکو ته ښه راغلاست ووایه او یاد ولایت ته یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر سفر مهم او ګټور وباله او په خبره یې دا د یوه سکټور ژمنتیا په ګوته کوي چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته سفر کوي او هلته د خپلو خدماتو اړوند معلومات له نیږدې ارزوي او د ولسونو ستونزې له نیږدې اوري، د فراه ولایت مرستیال والي په وینا تېرو ۳ کلونو کې د فراه ولایت ډېری لرې پرتې سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شوي او په دې برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ د زړه له تله مننه و کړه او په هغو سیمو کې چې لا هم مخابراتي ستونزې موجودې دي په تړاو یې ښاغلي وزیر صاحب الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ته معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټول هېواد کې د محرومو سیمو د پوښښ په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي څو د هېواد ډېری برخه له مخابراتي آسانتیاو برخمنه شي، ښاغلي وزیر صاحب اړونده برخو ته هدایت وکړ چې ټولې هغه سیمې چې لا هم مخابراتي ستونزې پکې موجودې دي په ګوته کړي او وروستي معلومات یې د وزارت له مقام سره شریک کړي.

فراه ولایت کې له تېرو ۳ کلونو راپدېخوا کابو ۱۵ مخابراتي سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او همدا راز اوس مهال د یاد ولایت بېلابېلو برخو کې د ټي ډي اېف د لسمې پروژې په مرسته پر ۱۶ مخابراتي سایټونو کار روان دی چې فعالېدو سره به یې د یاد ولایت ډېری محرومې سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته