د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د کاپیسا ولایت د والي له معاون او راغلي هیأت سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ؤکړه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۰:۳
وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني د کاپیسا ولایت د والي مرستیال ښاغلي مولوي سنان سره لیدنه وکړه، دغې ناسته کې د یاد ولایت پر مخابراتي ستونزو او کاپیسا ولایت کې د مخابراتي خدمتونو پر پراختیا خبرې ؤشوې.

د کاپیسا ولایت مرستیال والي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له کړنو ستاینه ؤکړه او وه ویل چې یاد وزارت توانېدلی د خپل لومړیتوب له مخې مخابراتي خدمتونه د هېواد تر لرو پرتو سیمو ؤرسوي او د هېوادوالو مخابراتي ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي او پاملرنه کړې.

معاون والی ولایت کاپیسا

همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني مخابرات او ټکنالوجي یې د بشریت د ژوند سره تړلې برخه ؤګڼله او په اوسني وخت کې یادې برخې یې د ټولنې اساسي اړتیاوې وبللې چې په همدې موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کؤي د ټکنالوجۍ او مخابراتي خدمتونو په برخه کې خپل خدمات تر ټولو هېوادوالو ورسوي.

د ناستې په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کاپیسا ولایت بچه غان، بدرو میاخیل او اشپي حسن سیمو ته درې مخابراتي سایټونه هم منظور کړل.

دغې ناسته کې د کاپیسا ولایت د والي مرستیال سربیره د یاد ولایت د مخابراتو رییس د ولایت مقام سکرتر د ټولګټو رییس، د عامې روغتیا ریاست مرستیال هم ګډون درلود.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته