د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د لوګر ولایت یو شمېر ډلګي مشرانو سره ولیدل

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۳:۳۷
دلگی مشرهای ولایت لوگر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني د لوګر ولایت له یو شمېر ډلګي مشرانو سره په یاد ولایت کې د مخابراتي اسانتیاو په تړاو او همدا راز د نظام او ولس لپاره د سهولتونو په رامنځته کولو ناسته وکړه.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني د لوګر ولایت ډلګي مشرانو ته ښه راغلاست وویل او همدا راز د دوی د قربانیو او سرښندنو ستاینه یې وکړه د ښاغلي وزیر صاحب په وینا دوی د ولس اصلي استازي دي او مکلف دي چې د خپلو ولسونو ستونزې واوري او بیا یې اړوندو برخو سره شریکې کړي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر صاحب وویل د ټولو مجاهدینو پیوند او تړون په داسې یوې الهي او مستحکمې اړیکې شوی چې بیلتون یې ناشونی دی او دا زمونږ د مجاهدینو خلوص، ایمان او تقوا وه چې وتوانېدو افغانستان کې شرعي نظام حاکم او ولسونه له تورتمه بهر کړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر صاحب په وینا اکثریت هغه سیمې چې هلته مجاهدین موجود و هغو سیمو لپاره هیڅ راز مخابراتي اسانتیاوې نه وې موجودې او اوس مونږ هڅه شروع کړې د هېواد ټولې هغه سیمې چې له مخابراتي اسانتیاو بې برخې وي هغوی ته خدمات ورسوو او په همدې موخه مو د هېواد ټولو محرومو سیمو لپاره ۴۵۰ مخابراتي سایټونه د قرارداد او همدا راز له ۵۰ پورته مخابراتي سایټونه د واحدې منبع څخه له مخې په پلان کې نیولي چې په ډېری سایټونو اوس وخت کې عملا کار جریان لري.

دلگی مشران ولایت لوگر

د لوګر ولایت راغلو ډلګي مشرانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر ښاغلي مولوي صاحب نجیب الله حیات حقاني څخه مننه وکړه چې هم یې د جهاد په وخت کې چې ښاغلی وزیر صاحب د دوی د حلقې مشر و د دوی کلک ملاتړ کړی او هم اوس د خپلو مجاهدینو او هېوادوالو لپاره په اخلاص او صداقت کار مخې ته وړي او له ښاغلي وزیر صاحب څخه یې خوښي څرګنده کړه چې لوګر ولایت لپاره یې ګڼ مخابراتي سایټونه په پام کې نیولي.

د یادونې وړ ده د لوګر ولایت هغه سیمې چې محرومې دي او هیڅ راز مخابراتي اسانتیاوې نه لري تر دې دمه یې ډېری سیمې تر پوښښ لاندې راغلي چې څو ورځې وړاندې برکي برک او څرخ ولسوالیو کې دافغان بیسیم مخابراتي شرکت دوه سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او همدا راز ۸ نور مخابراتي سایټونه هم د یاد ولایت محرومو سیمو ته په پام کې نیول شوي چې فعالېدو سره به یې ګڼې سیمې تر پوښښ لاندې راشي.

د راغلو ډلګۍ مشرانو په وینا چې اوس مهال د محمد آغې ولسوالۍ ځینو سیمو کې مخابراتي خدمات نشته او هلته یې د مخابراتي اسانتیاو غوښتنه وکړه.

ښاغلي وزیر صاحب اړوندو برخو ته دنده وسپارله چې د یوې میاشتې په جریان کې هلته مخابراتي اسانتیاو لپاره مخابراتي سایټ نصب او فعال کړي چې ورسره به د محمد آغې ولسوالۍ ډېری سیمې تر پوښښ لاندې راشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته