د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ازبکستان هېواد له یو شمېر پانګوالو سره یې لیدنه وکړه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۷:۴۱
ملاقات وزیر مخابرات با هیئت ازبکستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ازبکستان هېواد له یو شمېر پانګه والو سره چې افغانستان کې یې د سیمکارټونو واردولو او د تولید په برخه کې د پانګونې په برخه کې خبرې وکړې.

دغې ناسته کې له ازبکستان هېواد څخه راغلو پانګه والو افغانستان کې د سیمکارټونو په واردولو او همدا راز هېواد دننه د سیمکارټونو د یوې کارخونې د جوړولو غوښتنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني راغلو سوداګرو ته وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د قوانینو په مراعاتولو سره پانګه والو سره هر راز همکارۍ ته چمتو دی، د ښاغلي وزیر صاحب په وینا چې سیمکارټ افغانستان کې دوه اړخه لري یو اړخ یې هغه دی چې پانګه وال له اړونده برخو جواز تر لاسه کړي او همدا راز په دویمه برخه کې دوی باید مخابراتي شرکتونو سره په مستقیم ډول یوه تفاهم ته ورسېږي ځکه اوسمهال افغانستان کې هر مخابراتي شرکت د خپلو سیمکارټونو د واردولو مسؤلیت لري.

ازبیکستان و افغانستان

ښاغلي وزیر صاحب دغې ناسته کې راغلو سوداګرو ته وویل چې د قانوني مراحلو له سر ته رسولو وروسته دوی کولای شي افغانستان کې د سیمکارټونو د تولید جواز ولري او دا یې د هېواد لپاره مهمه وګڼله خو تاکید یې وکړ چې د سیمکارټونو د تولید په برخه کې باید نړیوال معیارونه په پوره معنی په پام کې ونیول شي .

پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې د سیمکارټونو د تولید په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د تحلیل او رقابت ریاست وارسي کوونکي ښاغلي قاضي صبغت الله حامد او د مخابراتي خدمتونو د نظارت او کنټرول رئیس ښاغلي صبغت الله اندړ په مشرۍ یوه ګډه کمېټه وټاکله او دنده یې ورته وسپارله چې یاده موضوع له ازبکستاني پانګه والو سره تعقیب کړي او وروستی ګزارش یې له مقام سره شریک کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته