د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د اتصالات مخابراتي شرکت له مسؤلینو سره ناسته وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۱۴
وزارت مخابرات و شرکت مخابراتی اتصالات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلی الحاج مولوي حمدالله نعماني د اتصالات مخابراتي شرکت مسؤلینو اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالله الجزیري، د ټکنالوجۍ او تخنیکي چارو رئیس ښاغلي محمد الحمادي او د یاد شرکت حقوقي چارو رئیس ښاغلي سید خالد عزیز سره د مخابراتي خدمتونو پر پراختیا، کیفیت او لرو پرتو سیمو ته د آسانتیاو پر رسولو خبرې وکړې.

دغې ناسته کې د اتصالات مخابراتي شرکت ډاډ څرګند کړ چې د کیفیت ښه والي ته رسېدنه شوې او د نوې فریکونسۍ په اساس چې د مزایدې له لارې یاد شرکت ترلاسه کړې وه په تطبیق سره یې د هېواد ډیری برخو کې د خدماتو په کیفیت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

همداراز ښاغلي وزیر صاحب د هېواد په ګڼو برخو کې د مخابراتي شبکو نظارت ته په اشارې یادونه وکړه چې وخت پر وخت د مخابراتي شبکو ډرایف ټیسټ ترسره کېږي څو مخابراتي شبکې یې په اساس خپلو خدماتو ته پاملرنه وکړي او وکولای شي خپلو مشترکینو ته د هېواد په ګڼو برخو کې غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.

ورته مهال د اتصالات مخابراتي شرکت مسؤلینو ډاډ څرګند کړ یاد شرکت د هېواد ګڼو برخو کې د خپلو خدماتو د غځلو په لړ کې لویو لارو، محرومو سیمو او د هېواد لرو پرتو سیمو کې کابو ۳۲۵ مخابراتي آنټنونه تېر یوه کال کې نصب او ګټې اخیستنې ته سپارلي چې د اتصالات مخابراتي شرکت پوښښ په پراختیا کې یې مثبت بدلون راوستی دی، او په وینا یې هڅه کوو راتلونکي کال لپاره د شرکت د پوښښ او پراختیا سربیره کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته