د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ممتازو کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۳۹۱ کال  ۱۰۴ بریالیو کارکوونکوته د سه شنبې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ستاینلیکونه وویشل شول .
غونډه چې د مخابراتو وزارت د پست په تالار کې  جوړه شوي وه  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین ، مالي او اداری مرستیال ښاغلی وهاب الدین سادات  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هئیت اوځینو کارکوونکو په کې ګدون کړی وو.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه 

د غونډې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین په هیواد کې د مخابراتو د سکتور وده او لاسته راوړني د مخابراتو وزارت د کارکوونکو د هڅو او زیار پایلې وبللې او وویل: په تیرو لسو کلنو کې د افغانستان مخابراتو سکتور توانیدلی چې دهیواد ۸۵ سلنه د اوسیدو سیمې د پوښښ لاندې راولي همدارنګه په هیواد کې د شته ننګوونو سره سره د ټکنالوجۍ  په برخه کې د سیمو له هیوادو د پام وړ پرمختګ کړی چې د وزارت ټولو کارکونکو په ځانګړي توګه  بریالیو کارکوونکو ته مبارکي وایم،

 ښاغلي وزیر د خصوصي مخابراتی سکتور په اړه وویل: د مخابراتو وزارت لخوا د خصوصی مخابراتی سکتور ملاتړ زموږ هیواد ته لوړي منافع او ګټې رسیدلي چې دامهال شاوخوا نیم میلیون کسانو ته د کار زمینی برابرکړي او دهیواد ډير سیموته مخابراتي خدمات رسیدلي او له دي لیاري د افغانستان دولت ته لوړ عاید ورځي.

 ښاغلي سنګین د خپل خبرو په دوام د مخابراتو وزارت راتلوونکی پلانونه توضیح کړل او وویل:د مخابراتو وزارت په دي هڅه کې دی چې د هیواد ټولو خلکو ته ښه  او باکیفیته مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي نوموړي د بریښنايي تذکرو، د تلویزیونو انالوګ سیستم دیجیتل ته اړول او د افغان تیلی کام لخوا د 3G  اوGSM  خدمتونو څخه یادونه وکړه.

 سید ذبیح الله او صفیه حیاتی د بریالیو کارمندانو په استازیتوب ګډونوالو ته وینا وکړه او وویل چې موږ چارواکو ته ډاډ ورکوو چې خپل کارونه به نور په ښه توګه ترسره کوو او دا تقدیر نامې به موږ لا نور هم غښتلي کاندې.

د غونډې  په وروستې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر او د  وزارت د رهبری هئیت له خواه په بریالیو کارکونکو ستاینلیکونه وویشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته