د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مخابراتي شرکتونو ته د فریکونسۍ د مزایدې په موخه د نظارتي پلاوي د همغږۍ ناسته ؤشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۱:۴۶
جلسه هماهنگی مزایده فرکانس

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د وړاندیز او د کابینې د منظورۍ په اساس د فریکونسۍ د مزایدې د همغږۍ ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني په مشرۍ چې د مالیې وزارت مالي مرستیال، د اقتصاد او عدلیې وزارتونو تخنیکي مرستیالانو او د چارو ادارې د ملي تدارکاتو رییس پکې ګډون درلود مخابراتي شرکتونو ته د فریکونسۍ پر مزایدې بحث وشو او همدا راز د یادې موضوع په تړاو د اټرا محترمې ادارې له لوري په تفصیلي ډول د پرزنټشن په بڼه معلومات شریک شؤل.

مزایده فرکانس

مخابراتي شرکتونو ته د دوی د خدماتو د لا ښه والي او د کیفیت د لوړېدو په موخه د فریکونسۍ مزایده به راتلونکي دوه میاشتو کې ترسره شي او وخت په وخت به یې له تاسې سره معلومات هم شریک شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته