د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت مسؤولينو سره لیدنه وکړه.

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۸ - ۱۸:۲
محترم محمد فهیم هاشمی سرپرست وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی با مسوولین شرکت افغان تیلی کام ملاقات نمود.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت مسؤولينو سره ددغه شرکت د مالي وضعيت، راتلونکو پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د شرکت لګښتونه را کم او په راتلونکو پلانونو کې د ظرفيت لوړونې لپاره ګامونه پورته شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست همدا راز د انټرنېټ د بيو کمولو، د سلام شبکې ظرفيت لوړولو او همدا راز د متوازنو خدماتو د وړاندې کولو په موخه د خپلو لارښوونو په دوام، د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت مسؤولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي محمد فهيم هاشمي زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پخه اراده لري چې د انټرنېټي خدماتو وړاندې کوونکو شرکتونو سره همغږي وکړي او د ISP شرکتونو ته د انټرنېټ بيې را کمې کړي، په دې شرط چې مشتريانو ته تخفیف ورسېږي.

محترم هاشمي د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت مسؤولينو ته لارښوونه وکړه چې د اترا ادارې او انټرنتي وړاندې کوونکو شرکتونو سره هوکړې ته ورسېږي او هر څومره ژر چې کېږي، د بيو د کمښت کړنلاره تطبیق کړي
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۶:۲۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د روشن  مخابراتي شرکت له رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د روشن مخابراتي شرکت رئیس وایچک پلوسکي سره د مخابراتي خدمتونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۶:۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر افغانستان لپاره د اتصالات مخابراتي شرکت له نوي ټاکل شوي رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د مخابراتي سکټور د ودې او د خدمتونو پر پراختیا ټینګار وکړ او همدا راز...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۲:۳۵
Background image

بېرته خبرونه ته