د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزی او ولایتي رئیسانو د همغږۍ کلنی کنفرانس جوړ شو

mcitadmin
دوشنبه ۱۳۹۶/۱۱/۲ - ۵:۳
sadsad

د روان 1396 کال د سلواغې د میاشتې په 2 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ولایتي رئیسانو د همغږۍ کلنی کنفرانس ، په ۱۳۹۶ کال کې ددغه وزارت د لاسته راوړنو او په بیلابیلو برخو کې د پام وړ پرمختګونو او د اړتیاوو او ننګونو د ارزونې په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي، د وزارت مرستیالانو مرکزی او ولایتي رئسانو په ګدون جوړ شو.

په پیل کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبی د غونډې هرکلۍ وکړ. ښاغلي آریوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات د اجرااتو ، لاسته راوړنو او ننګوونو په اړه په خپلو خبرو کې وویل چې د الیکټرونيکي تذکرو د ويش له پاره ټول تخنيکي تیاری نيول، د اسان خدمت له لارې د پاسپورټونو الیکټرونيکي کول، د کابل په ګډون د هېواد په شلو ولایتونو کې د افغان پست ادارې له لارې خلکو ته د پاسپورټونو وېشل، د افغان پست ادارې د عوایدو لوړیدل د یو شمېر وزارتونو او ادارو سره د الیکټرونيکي همکارۍ په برخه کې د هوکړه لیکونو لاسلیکول، د فساد پرضد د مبارزې ګړندي کول د مخابراتي خدمتونو محصول د راټولو له پاره په يو منظم پلان کار کول او په اداره کې د ښې همعږۍ رامنځته کول د مخابراتو وزارت د مهمو لاسته راوړنو څخه دی. د واخان دهلیز له لارې نوري فیبر له چین څخه په مسقیم ډول افغانستان ته واردول، د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن له پاره د یوې منظمې طرحې جوړول، د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ټيلي ایجوکیشن ښوونځیو رامنځته کول، د هیواد د ولایتي روغتونونو د مرکز کابل سره نښلول تر کار لاندې پلانونه دي چې ډير ژر به يې چارې پیل او په بشپړېدو به يې لسګونه میلیونه امریکايي ډالر ولګول شي.

همدا راز په کنفرانس کې ټینګار وشو چې ټولې چارې به د یو منظم، سیسټماټیک او دقیق پلان سره سم تر سره کیږي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته