د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوی سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي معرفي او په کار يې پیل وکړ

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۶ - ۱۷:۱۹
محمد فهیم هاشمی بحیث سرپرست جدید وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی معرفی و به کار آغاز نمود

د غبرګوالی میاشتې په شپږمه نیټه ښاغلی محمد فهیم هاشمي په هغو مراسمو کې چې د مخابراتو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوي ؤ د ولسمشر لوی سلاکار او د مالیې سرپرست وزیر پوهاند ښاغلي همایون قیومي له لوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سرپرست  وزیر په توګه  معرفي او په کار یې پیل وکړ.

په یادو مراسمو کې د ولسمشر ستر سلا کار، د کابینې  او د ملي شورا غړیو، سوداګرو، قومي مشران د مخابراتو وزارت ريیسانو او کارکوونکو برخه اخیستي وه.

د مالیې وزارت سرپرست وزیر پوهاند قيومي  او د خصوصی سکتور په نماینده ګی  خان جان الکوزي په ویناوو کې وویل د خوشالی ځای دی چې په هېواد کې  د مخابراتو په سکتور کې تر نورو  زیاته پانګونه شوي چې  اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته یې زمینه برابره کړي ده.
دوی له جلالتماب ولسمشر مننه وکړه چې  تل يې په ځوانو کادرنو باور کړی  او موږ باروي يو چې ښاغلی هاشمي دغه لوی مسولیت په ښه توګه مخ ته وړلی شي.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست  وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د مخابراتي خدمتونو پراختيا، کیفیت ښه والی، د فساد پر وړاندې مبارزه، سایبري امنیت، د الیکترونیکي حکومتوالی ترویج له پاره به په ټول توان سره کار کوي او په دې برخه کې شته ستونزې به له منځه وړي.

د نوموړي په خبره چې د خپل صلاحیت په رڼا کې به د ټولو هېوادوالو غوښتنو ته ځواب  وایی او هڅه به وکړي چې  مخابراتي خدمتونه  ښه او په بیو کې يې ټيوالی راشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته