د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ناسمو دودونو د مخنیوي په اړه دعاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه‌الله تعالی د فرمان د عملي کولو په هکله وینا وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۳:۵۱

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د وزارت کارکوونکو ته د غم، ښادۍ او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو څخه د مخنيوي په هکله د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمومنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله تعالی د توشیح شوي فرمان د عملي کولو په تړاو وینا ؤکړه

الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل؛ اسلامي شریعت په ټولنه کې د ناسمو رواجونو او بې ځایه لګښتونو څخه مسلمانان منع کړي دي، د اسلام مبارک دین د ارشاداتو په پیروۍ کې د دنیا او آخرت نېکمرغۍ، ښېرازي او خوښۍ نغښتې دي.

ښاغلي وزیر صاحب د اسلام د مبارک دین او نبوي ارشاداتو په رڼا کې زیاته کړه، اﷲ تعالی ته خپل دين خوښ دی او خپلو بندګانو ته يې د مهربانۍ له مخې د حضرت محمد ص په واسطه د رالیږلي شریعت د عملي کولو بلنه ورکړې او د ژوند په ټولو چارو کې یې د حضرت محمد صلی ﷲ علیه وسلم ژوند او کړه وړه یوه نمونه ګرځولې ده.

الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني  زیاته کړه؛ د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د نوي توشيح شوي فرمان له عملي کېدو سره به زموږ په ټولنه کې ډېری بې ځایه دودونه ختم او ستونزو ته به د پای ټکی کېښودل شي او هغه څه چې په شریعت کې یې منع راغلې، زمونږ په ټولنو کې د شخصي تصامیمو په اساس د کلتور یوه برخه ګرځېدلې او شریعت سره یې خلط کړی په بشپړ ډول مخنیوی شوی ؤي.

 نوموړي همدا راز د نوي توشيح شوي فرمان د بيانولو تر څنګ د عالیقدر امير المومنین د مقام، شخصیت، حقوقو او مکلفيتونو او اطاعت په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او د انساني ټولنې لپاره یې قوانین مهم ؤګڼل چې په وینا یې یاد قوانین د الله (ج) له لوري خپلو بندګانو ته د الهي وحیې په اساس د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په توسط رالېږل شؤي څو هر مسلمان وګړی په ټولنه کې د ژوند تېرولو مسؤلیتونه ؤپیژني او د ژوند چاپیریال مو سالم پاتې شي.

د يادولو وړ ده، چې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله تعالی، څه موده وړاندې په هېواد کې د کوژدو، ودونو، فاتحو، جنازو او له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال د ناوړه دودونو او رواجونو څخه مخنیوي لپاره یو پنځه ماده‌ییز فرمان صادر کړی و، چې د  هېوادوالو له لوري د تود هرکلي تر څنګ اوس په لوړه کچه د یاد فرمان د تطبیق په موخه هڅې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته