د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وزیر د وزارت د ګڼو برخو رئیسانو سره غونډه ترسره کړه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۸:۱۸

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د مخابراتي  او اداري چوپړتیاوو د لا ښه تنظیم، د اداري او خدماتي چارو د چټکتیا، راتلونکو پلانونو، د تر لاس لاندې برنامو او د ټولیز لاسرسي د لسمې پروژې اړوند جوړیدونکو مخابراتي سایټونو  د ساختماني چارو د پرمختګونو  او د مخابراتو او ټکنالوجۍ په برخه کې په نورو ګڼو موضوعاتو د یاد وزارت د اړونده برخو له رئیسانو سره غونډه ترسره کړه.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د خپلو خبرو په ترڅ کې مسؤلينو ته د چارو د لا ښه والي له وظيفوي غفلت څخه د ځان ساتنې او د ټکنالوجۍ او مخابراتو په برخه کې د موثرو اقداماتو د اخیستو په موخه لازمې لارښوونې وکړې .

ښاغلي وزیر صاحب دغې ناسته کې ټینګار وکړ چې ټول هېواد کې د مخابراتي سکټور اړوند قوانین باید پلي او چاته اجازه ورنکړل شي چې د پالیسیو او کړنلارو خلاف عمل ترسره کړي هغه همداراز یادونه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو په برخه کې جدي پاملرنه وشي او هڅه باید وکړو چې د هېواد ټولې برخې له مخابراتي او انټرنټي خدمتونو څخه برخمنې کړو ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني یادونه وکړه چې ټولې چارې باید په پوره همغږۍ او په ګډه ترسره شي او د چارو د موثریت په موخه باید پر وخت او دقیق ډول اقدامات وشي.

د یادونې وړ ده یاده غونډه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ترسره شوه د وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف رای، د اترا ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي استاد عطا محمد یاري مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخېل، د بورد غړو او د ګڼو برخو رییسانو پکې ګډون درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

خوست ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري په خوست ښار کې د مخابراتي شبکو دپیرودونکو له نمايندګيو څخه د سیمکارټونو د خرڅلاو...

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۵:۵
Background image

د پنجشیر ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د ارزونې (ډرایف ټسټ) عملیه تر سره شوه

د ډرایف ټیسټ په ترسره کولو، هغه سیمې چې مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه پکې کمزوري یا ستونزې لري، پیژندل کیږي او...

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۵
Background image

د پکتیا ولايت پۀ ځاځي آریوب ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت ځاځي...

بېرته خبرونه ته