د ماشومانو د حقونو فعال او د فوق العاده استعداد څښتن سباوون ننګرهاری وستايل شو.

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير انجينر سيد احمد شاه سادات د ماشومانو د حقونو فعال، د عالي ذهانت څښتن او د پوهنتون تر ټولو کم عمره استاد سباوون ننګرهاري سره وليدل. سرپرست وزير د سباوون ننګرهاري استعداد وستايه او د افغانستان لپاره يې د نېک شهرت ګټلو له امله د هغه مننه وکړه. 

سباوون ننګرهاري ښوونځيو او ليسو ته د انټرنيټ په رسولو ټينګار وکړ او د مالوماتي ټينکالوجۍ په برخه کې يې ماشومانو ته د ښوونې ژمنه وکړه. سرپرست وزير ښوونځيو او ليسو ته د انټرنيټ د رسولو په اړه په خپلو پلانونو خبرې وکړې او تر څنګ يې سباوون ننګرهاري ته د ټيليکام په برخه کې د افتخاري سلاکارۍ وړانديز هم وکړ. 
په پای کې د سرپرست وزير لخوا ستاينليک ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته