د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او افغان ټلیکام رسیلر شرکتونو ترمنځ ناسته وشوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۴:۵۴

دې ناسته کې چې د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان ټیلیکام د رسیلر شرکتونو موبین نیټ آی سي ټي او کانسیتنټ ترمنځ جوړه شوې وه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د طرزالعمل په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

همداراز د افغان ټلیکام رسیلر مخابراتي شرکتونو مسئولینو ته سپارښتنه وشوه  چې د خپل فعالیت پیل کولو لپاره، د فریکونسۍ جواز واخلي او د طرزالعمل سره سم خپل خدمات وړاندې کړي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو شرکتونو مسئولينو څرګنده کړه، چې اوسمهال د جواز اخيستلو پروسه په قانوني پړاو کې قرار لري او د جواز تر ترلاسه کولو پورې به له افغان ټيلي کام ټاورونو  څخه ګټه اخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته