د فاریاب ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۵۳
مخابرات فاریاب

د فاریاب ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټر او عصري علومو په برخه کې، د څوارلسمې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۲۷ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د فاریاب ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ  په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي. 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دغه سیمینار د وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړونې آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ۲۵ تنو کارکوونکو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۱۹
Background image

په لوګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت نوی آنټن فعال شو

د دغه آنټن په فعالېدو سره به د التمور سیمې او یو شمېر شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۶
Background image

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د یوسف‌ خېلو ولسوالۍ په میست او برت ‌خېل سیمو کې...

بېرته خبرونه ته