د غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۵۰ کسان فارغ شول

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۱۰
مخابرات ولایت غور

غور ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز له دریمې دورې څخه ۵۰ کسان فارغ شول، دیادو زده کوونکوو په ډله کې دولتي کارکوونکي، د ښونځیو زدکوونکي او محصلین هم شامل دي چې د مجربو ښوونکو له لوري د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې شپږمیاشتینۍ زده کړې ورکړل شوي چې پر مټ به یې وکولای شي تر ډېره بریده د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د غور ولایت د والي مرستیال ، دنوموړی ولایت د امر باالمعروف ریس، دیاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریس او یو شمېر مخورو، قومي مشرانو او د بیلابیلو حکومتي ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې د غور ولایت دوالی مرستیال محترم الحاج مولوي نیک محمد حذیفه فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د علم او پوهې په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې ویې ویل چې د ټکنالوجۍ په عصر کې تخنیکي وسایل په نړۍ کې مهم رول لوبوي او ځوانانو ته په خطاب کې وویل: " د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا له مخې"مشروع پوهه د مسلمان یوه ورکه خزانه ده، نو موږ مسؤلیت لرو چې خپل اصلي موخی ته د رسیدو لپاره ټولې ښکاره او ظاهري لارې وکاروو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

دیادونی وړده چې د دغې غونډې په پای که د یادې دورې ټولو فارغ شویو فارغانوته د غور ولایت د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري تصدیق لیکونه هم ورکړل شول.

مخابرات ولایت غور

مخابرات ولایت غور

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

لوګرولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د لوګر ولايت...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته