د عوایدو راټولولو او سوداګريزو جوازونو اخيستلو لپاره د آسان خدمت لومړی مرکز پرانېستل شو

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۲ - ۱۲:۴۳
افتتاح اولین مرکز آسان خدمت برای جمع آوری عواید و جواز های تجارتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د ماليې وزارت سرپرست وزیر محترم ډاکټر محمد همايون قيومي په ملتيا د عوایدو راټولو او عامه خدماتو لپاره د آسان خدمت لومړنی مرکز پرانېست.

په دغه مرکز کې به د وړو او منځنیو مالیه ورکوونکو سربېره د پانګه اچوونکو لپاره د پیسو د تحویلولو په موخه بانکي آسانتیاوې، د سوداګریزو جوازونو او د کار د جوازونو ترلاسه کولو آسانتیاوې د یو سوداګریز کمپلکس په بڼه موجودې وي.

محترم شهزاد آريوبي وویل، د مخابراتو وزارت آسان خدمت اداره هڅه کوي چې د عامه خدماتو پروسې ساده او اسانه کړي، هېوادوالو او پانګوالو ته د ماليې ورکولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي او ددغه مرکز جوړول يې یوه بېلګه ده.

دا مرکز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا په عصري ټکنالوژۍ او د سګټاس په سیستم سمبال دی چې ټول کارکوونکې د اسان خدمت ادارې له خوا روز شوي .

ښاغلي اريوبي ددغه مرکز د پرانېستې په مراسمو کې زیاته کړه چې د مخابراتو وزارت غواړي ددغه مرکز سره انلاين خدماتو ته لاره برابره کړي، د بېمې خدماتو، TIN نمبر اخیستلو او د پُستي خدماتو لپاره هم زمینه سازي هم وکړي. 
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته