د رسنیو واحد آمریت

پیژندنه:

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تشکیل کې د رسنیو او تبلیغاتي فعالیتونو د ودې لپاره، د مدیریت، ریاست او حتی د معلوماتو او عامه پوهاوي ریاست تر سرلیک لاندې څانګې شتون لري.

په ۱۳۹۹ کال کې، د رسنیو آمریت (واحد) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اهدافو، پالیسیو، ستراتیژیو او پلانونو سره په مطابقت جوړ شو چې د اطلاعاتو ښه تنظیم، کاري همغږي رامنځته کولو او د ډله ایزو رسنیو سره اړیکو د چمتو کولو په برخه کې خپل فعالیتونه تر سره کوي.

د مخابراتو په سکتور کې په ځانګړي توګه د ټکنالوجۍ ، ډیجیټل کولو، موخو او لومړنيوپروګرامونو د ګټو په اړه پوهاوی ورکولو په برخو کې د وزارت د پراختیا او لاسته راوړنو خپرول، د آمریتله لومړیتوبونو څخه دی.

بنیادي موخې

:موخي

د مخابراتو په سکتور کې د مهمو پیښو لمانځل او د مطبوعاتو د ورځني فعالیتونو اداره کول

د مخابراتو، پالیسي جوړولو او داسې نورو په برخو کې د پرمختیایي پیښو انعکاس

لرلید:

د اطلاع رسونې په برخه کې مسؤل او مخکښ وزارت درلودل

فعالیتونه:

له مرکزي او ولایتي څانګو څخه د معلوماتو راټولول او د مطبوعاتي کنفرانسونو ، خبري کنفرانسونو ، ویب پا ڼې ، فیسبوک ، ټویټر ، یوټیوب ، سیمینارونو ، ورکشاپونو ، مخابراتي غونډو او د وزارت اړوند نورو کانالونو له لارې یې خپرول. همدارنګه د "اړیکې" مجلې له لارې د مخابراتي متخصصینو او کارپوهانو ساینسي او مسلکي موضوعات منعکس کول ، د وزارت او برنامو پوښښ لپاره ملي او نړیوالو رسنیو سره اړیکې چمتو کول ، رسنیو ته بلنه ، همغږي او خبرونه، انځور او ویډیو لیږل او معلوماتو ته لاسرسی لپاره زمینه برابرول د دې ریاست اصلي فعالیتونه دي

لاسته راوړنې:

د اطلا ع رسونې په میتود کې بدلون:

دا ریاست د ۱۳۹۹ کال راهیسې د معلوماتو نوي میتودونه پیل کړي.د دې ریاست فعال ټیم هڅه کړې ترڅو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور ټولې پراختیایی پیښې او لاسته راوړنې په خپل وخت د رسنیو، مدني ټولنې او عامو خلکو سره د ټولنیزو شبکو له لارې او یا په حضوري ډول شریک کړي.

د ۱۳۹۹ کال له پیل راهیسې (د ۱۳۹۹ کال لرم تر لسمې) پورې پدې بریالي شوي یو چې د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه په سلګونو خبرونه، راپورونه او پروموشنل ویډیوګانې د خلکو او رسنیو سره شریک کړو.په لسګونه تلویزیوني او راډیویي مرکې ترسره شوې او یو شمیر مطبوعاتي کنفرانسونه په لاره اچول شوي دي. د رسنیو سره د خبر او مرکو خپرولو سربیره ، موږ د وزارت ډیری خبرونه د فیسبوک، ټویټر، او د وزارت ویب پاڼې له لارې هم خپروو.سربیره پردې ، موږ هڅه کوو د اړیکې مجلې د فعالولو سره د معلوماتو ساحه پراخه کړو.

ماموریت

د رسنیو، مدني ټولنې، سکتوري څانګو او په نهایت کې د خلکو او اتباعو سره دوامدارې او اغیزمنې اړیکې چمتو کول

مهمې لاسته راوړنې:

لومړۍ برخه: رسنیز فعالیتونه

د تلویزیون په ګردي میزونو کې برخه اخیستنه:

  • د طلوع تلویزیون "بامداد خوش"  خپرونه
  •   د طلوع نیوز "نیمه روز" خپرونه
  • د شمشاد ټلویزیون د روڼ سهار خپرونه

مرکې او راډیوګانو ته د خبري کلیپونو لیږل:

‏ ملي راډیو ‏

-۲   آرمان اف ام

-۳  ‏ ننګرهار کلید

-۴ آزادي راډیو

-۵  ننګرهار مشعل راډیو ‏

مرکې او ټلویزیونو ته د خبري کلیپونو لیږل: مرکې او راډیوګانو ته د خبري کلیپونو لیږل:

سي سي ټي وي بهرنۍ رسنۍ

-۲     طلوع نیوز

-۳     آینه ‏

-۴     آریانا نیوز

-۵     شمشاد

له چاپي رسنیو سره مرکه:

د يادونې وړ ده، چې له پورتنيو خبرو پرته تر اوسه پورې هېڅ مطبوعاتي کنفرانس او ​​ځانګړې مرکه نه ده شوې.

دریمه برخه چاپي خپرونې:

د مخابراتو وزارت پخوا یوه چاپي خپرونه درلوده (اړیکه مجله) چې هره میاشت به یې د وزارت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور فعالیتونه او دندې منعکسولې. له بده مرغه له ۱۳۹۸ کال راهیسې د مالي ستونزو له امله د دغې مجلې خپرونه او فعالیت بند شوی او په دې وروستیو کې یوازې برېښنايي بڼه د وزارت د وېبپاڼې له لارې خپرېږي.

د رسنیو آمریت هڅه کوي چې د وزارت د مشرتابه د لارښوونې او بودیجې د شتون په صورت کې مجله بیا پیل کړي.

 

د رسنیو آمریت د راپورونو او فعالیتونو لینک:

د ۱۴۰۰  کال د تلې - لیندۍ په میاشتو کې د رسنیو د آمریت د فعالیتونو راپور

د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ او دویمه ربع کې د رسنیو د آمریت د فعالیتونو راپور