د ديجيټل کاسا Digital CASA پروژې د عملي کېدو په اړه بحث

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۷ - ۱۶:۲۰
51046101_2021093014854582_6623349597798400000_n_1

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرمحترم شهزاد آريوبي نن د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د نړېوال بانک د مخابراتي مقرراتو ارشد کارپوه محترم Rajendra Singh سره د لیدنې تر څنګ د ډيجيټل کاسا Digital CASA پروژې د اوسني وضعيت او د پلې کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

ددغه پروژې موخه د خصوصي پانګوالو هڅونه ده چې د خصوصي پانګونې له لارې سيمه ييژ او داخلي اتصال پراخه او بهتر شي، عامه او خصوصي خدمات د انټرنېټ له لارې یو بل سره ونښلوي.

ددغه موخو د عملي کېدو لپاره زېربنايي کارونه تر سره شوي او سږ کال به پروژه په عملي توګه شروع کېږي چې د ملي پورټال ارتقاء او د الکټرونيکي حکومتولۍ د لومړيتوبونو ټاکل په ګوته کوي.

نړېوال بانک چې ددغه پروژې مالي چارو مسؤوليت په غاړه لري، د خپلې همکارۍ ډاډ را کړ او ژمنه يې وکړه چې پر وخت ددغه پروژې د عملي کېدو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره همکاري کوي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې رسماً د وزارت کارکونکو ته وروه پیژندل شو

د عالیقدر امیرالمومنین شیخ القران والحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظ الله تعالی د حکم پر اساس ښاغلی حافظ محمد امین جان عمري چې د مخابراتو او...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۴۸
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونو رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې او مخابراتي ستونزې یې...

بېرته خبرونه ته