د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو استازو ترمنځ غونډه وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۳:۳۴
ولایت بغلان

د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو استازو ترمنځ غونډه وشوه.

د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، د اټرا اداې ولایتي استازي، ام ټي ان، افغان بیسیم، روشن، اتصالات او سلام  مخابراتي شرکتونو د استازو تر منځ د مخابراتي شرکتونو په پرمختګونو، کیفیت، د مخابراتي سایټونو په ارتقاء او همدا راز د محرومو سیمو پر پوښښ خبرې وشوې

دوی ډاډ ورکړ چې تر دې دمه بغلان ولایت کې د سیمکارټونو د ثبت او راجسټرېشن پروسه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د طرزالعمل مطابق پر مخ روانه ده .

په دې ناسته کې د مخابراتي شبکو استازو په تېر کال کې د خپلو فعالیتونو او پرمختګونو په اړه  تفصیلي معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې راتلونکي کال ته د لا غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه ځانګړي پلانونه لري او هغه سیمې چې لا هم محرومې پاتې د مخابراتي خدمتونو په رسولو کې به یې هڅې ګړندۍ کوي ورته مهال دغې ناسته کې د انټرنیټي خدمتونو د کیفیت د ښه والي لپاره په لازمو لارو چارو خبرې وشوې.

په ناسته کې د ځینو ننګونو ؛ په ځانګړي توګه په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د نشتوالي او د ضعیف انټرنیټ ستونزو یادونه هم ؤشوه.

د یادونې وړده چې بغلان ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د ستونزو په حل ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې دیادې ناستې په پای کې، د مخابراتي شبکو استازو د مخابراتو ریاست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او کړنلارې سره سم ترسره کوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته