د بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي او انټرنیټي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۲۵
مخابرات ولایت بامیان

د بامیان ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست رهبري، په یاد ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې نماینده د مخابراتي او انټرنیټي شرکتونو د مسئولينو ترمنځ د ښو مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د ترسره کولو په موخه غونډه ترسره شوه.

په دې ناسته کې، په لومړي سر کې د مخابراتو او انټرنېټي شرکتونو استازو د خپل پرمختیايي پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او خپلې ستونزې یې مطرح کړې او همداراز په بېلابېلو موضوعاتو لکه: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د طرزالعمل پلي کولو، د مخابراتي شبکو د سیمکارتونو ثبت، د سیمکارتونو د پلور څرنګوالی، د لوړ نرخونو پر وړاندې د ګولډن سیمکارتونو پلور مخنیوی، د انټرنېټي شرکتونو د فریکونسي او ټاورونو جوازونه، په وخت د پیرودونکو شکایتونوته رسېدنه، د مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو د کارونکو ستونزې، او نورو موضوعاتو په اړه خبر وشوې.

په دې ناسته کې سپارښتنه وشوه چې ټول انټرنېټي او مخابراتي شرکتونه دې د پورته یادو شويو مسائلو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي او خپل خدمات دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د اصولو او کړنلارو له مخې وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د ټولو مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او کړنلارې سره سم ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته