د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت په میاشتني عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی

naweed_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۹:۱۱
معصومه خاوری

د روان مالي کال د تیرو څو میاشتو په جریان کې له یو لړ تخنیکي او پراخو اقتصادي ننګونو سره سره د لومړي ځل لپاره د ‏افغان ټلیکام مخابراتي شرکت/سلام په پلور کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی‎.‎

د سږکال په نومبر میاشتې کې دا زیاتوالی د تیرو میاشتو په پرتله شاوخوا ۶۰ سلنې ډیروالی ښیې، چې د شرکت د محصولاتو او ‏خدمتونو پلور څخه ترلاسه شوي دي‎.‎

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیرې آغلې معصومه خاوري سره په کتنه کې د افغان ټیلیکام رئیس او یو شمیر چارواکو د ‏پلور زیاتوالی یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او دا یې د مخابراتو وزارت په رهبری، او همدارنګه افغان ټلیکام شرکت او سلام ‏مخابراتي شبکې په رهبرۍ کې د بدلون پایله وبلله‎.‎

آغلې خاوري پدې برخه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت چارواکو له هڅو او لاسته راوړنو څخه رضایت څرګند کړ او په دې ‏برخه کې یې د لا زیاتې پاملرنې او هڅو غوښتنه وکړه‎.‎

په دې ناسته کې د افغان ټیلیکام چارواکو، د ودې او پراختیا لپاره د شرکت ظرفیت ته په کتو سره هیله څرګنده کړه چې د شرکت ‏عواید او خدمتونه به په راتلونکي کې نورهم ډیر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته