د افغانستان د مخابراتي خدماتو پراختيا لپاره تاجکستان سره د همکارۍ هوکړه لیک وشو

mcitadmin
جمعه ۱۳۹۷/۴/۱ - ۵:۳
د افغانستان د مخابراتي خدماتو پراختيا لپاره تاجکستان سره د همکارۍ هوکړه لیک وشو

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اريوبي د یو لوړ رتبه حکومتي پلاوي په ګډون په داسې حال کې چې د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د تاجکستان لومړي وزیر او نورو لوړ رتبه چارواکو ګډون درلود، د تاجکستان د بهرنيو هېوادونو سره د اړيکو رئیس سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ګډو همکاريو په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک کړ. 
په دغه هوکړه لیک کې چې تاجکستان ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر په وروستي سفر کې لاسلیک شو، د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ په برخه کې چې د نوري فايبر له لارې سيمه ييز اتصال، د انټرنیټ د بنډویټ انتقال، پستي خدمات، الکترونيکي سوداګري، د تجربو تبادله او د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د زده کړو په برخه کې دوه اړخيزه همکارۍ په کې شاملې دي. 
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دغه لیدنه کې د افغانستان او تاجکستان تر منځ د هر اړخيزه همکاريو د ستاينې تر څنګ زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ دوستانه اړيکو پراختيا زیات ارزښت لري او په سيمه کې مثبت رول لوبولی شي. 
د تاجکستان لومړي وزیر قاهر رسول‌زاده د خپل پلاوي په استازولۍ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پراختيا خوښي وښوده او زیاته يې کړه، تاجکستان ژمن دی چې د افغانستان سره خپلې نيکې اړيکې لا نوروې پراخه کړي. 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته