د ارزګان ولایت چورې ولسوالۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د هدایت له مخې یو مخابراتي سایټ په عاجل ډول جوړ او د ۱۰ مخابراتي سایټونو سروې ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۵:۴۹
ولایت ارزگان

ارزګان ولایت ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د بېلابېلو سیمو له لیدنې او همدا راز د یاد ولایت له امارتي چارواکو سربېره د ولسي خلکو د ستونزو له آورېدو او په یاد ولایت کې د مخابراتي سکټور له ارزونې وروسته ۱۱ نوي سایټونه منظور شول چې له ډلې یې د چورې ولسوالۍ مخابراتي سایټ په عاجل ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او د پاتې ۱۰ مخابراتي سایټونو سروې هم سر ته رسېدلې.

د هغه سفر په ترڅ کې چې ښاغلي وزیر صاحب د ارزګان ولایت چورې ولسوالۍ ته درلود او هلته یې له ځايي اوسېدونکو سره د مخابراتي ستونزو په تړاو خبرې اترې درلودې په عاجل ډول د یوه مخابراتي سایټ د جوړېدو سپارښتنه وکړه چې له هدایت وروسته چورې ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ په لنډ وخت کې جوړ او د سیمې د اوسېدونکو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو .

د هېواد جنوب او جنوب غرب ولایتونو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ سربېره یو شمېر سیمو ته هم سفر درلود او هلته یې له ولسي خلکو سره نیږدې خبرې اترې کړې وې او د دوی ستونزې یې اورېدلې وې، ښاغلي وزیر صاحب د یوه ځانګړي هدایت له مخې چې د یاد ولایت چورې ولسوالۍ کې یې د مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه کړی و د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی او همدا راز د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ چنار او عمري بازار د خاص ارزګان بی تیمور، کندلان،ششبرجه سیمو د چهارچینو ولسوالۍ سراب، ګرم اب او خوني سیمو او د ګیزاب ولسوالۍ چهارده خاک او تګاب دار سیمو کې د مخابراتي سایټونو د نصب په موخه سروې هم ترسره شوې ده چې جوړېدو سره به یې د یاد ولایت ډېری محرومو سیمو ته مخابراتي چوپړ ورسېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته