د ا.ا.ا د مخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلی الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په یوه رسمي سفر ازبکستان هېواد ته روان شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۶:۹
MCIT Minister

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلی الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ازبکستان هېواد د مشترک المنافع سیمه ییزو هېوادونو(RCC) ۳۱ مې غونډه کې د ګډون په موخه د ازبکستان هېواد پلازمینې تاشکند ته خپل رسمي سفر پیل کړ.

د دغې سفر په لړ کې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ازبکستان هېواد پلازمینې تاشکند کې د مشترک المنافع سیمه ییزو هېوادونو ۳۱ مې غونډه کې چې، د آي سي ټي(ICT) په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ پر پراختیا، د ۲۰۲۵م کال (ITU) آي ټي یو نړیوال کنفرانس، د آر سی سي هېوادونو او نړیوال پوسټي کانګرس لپاره پر چمتووالي، د معلوماتي ټولنې د نړیوالې غونډې د پرېکړې پر ارزونې، د غیر ثابت مدار سپوږمکیو د سیسټمونو پر پراختیا، ټېلېکام سیسټمونو کې د درغلیو د مخنیوي او د آر سي سي پلس همکاریو چوکاټ په رامنځته کولو موضوعاتو ته ځانګړې شوي ګډون وکړي.

MCIT Minister

همدا رزا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ازبکستان هېواد ته تر سفر وړاندې کابل کې د یاد هېواد له سفیر ښاغلي اویبک عثمانوف سره هم لیدلي او دواړو لوریو د ټکنالوجۍ او ورته نورو موضوعاتو دوه اړخیزې خبرې اترې کړي.

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلی الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني به د یادې غونډې ګډون کوونکو ته د سټلایټ، پوسټ او د ټکنالوجۍ اړوند نورو برخو په تړاو خپله وینا هم واوروي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته