بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۳۸
ولایت بغلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې او د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د مخابراتي خدماتو د پراختیا په موخه، د بغلان ولایت په مرکزی بغلان ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې چې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته جوړیږي پیل شوې.

په هغه غوډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، محترم مولوي عبدالحنان فیاض د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئیس د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وکړه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادو مخابراتي سایټونو په فعالیدو سره به د بغلان ولایت د مرکز بغلان ولسوالۍ اوسیدونکي لوړ کیفیت لرونکي مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۱
Background image

د خوست ولایت په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ فعال شو

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۱۵
Background image

په پروان ولایت کې د مخابراتي سایټونو د ساختماني چارو څارنه ترسره شوه

یاده څارنه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د افغان ټیلي‌کام مخابراتي شرکت او د اترا ادارې د استازي په حضور کې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۷
Background image

غور ولایت کې د درېیو مخابراتي سایټونو د ساختماني چارو څارنه وشوه

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یامان او غارک سایټونو ساختماني چارې کابو ۲۸ سلنه او د کاکري سایټ رغنیزې چارې شاوخوا ۵۰ سلنه...

بېرته خبرونه ته