بازدید رئیس تفتیش داخلی وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی از ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت تخار
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم محمد طارق فاروقي او د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا لوی رئیس الطاف احمد علمیار د تخار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له رئیس او کارکوونکو سره وکتل او په یاد ولایت کې د مخابراتي او انترنتي خدمتونو د پرمختګ او شته ننګونو په اړه یې خبرې وکړې.
دغه راز نوموړو محترمو رئیسانو د تخار ولایت د کمپیوټر له ښوونیز مرکز څخه هم لیدنه وکړه او د ښوونیزو چارو د ښه والي او د خلکو د مخابراتي ستونزو د حل په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې او په دې برخه کې یې د مخابراتو وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.