افغانستان د ډیجیټلي نړۍ کاروان سره یوځای شو؛ لاسلیکونه، معاملات او بریښنایی مراسلات قانوني اعتبار ترلاسه کوي

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۵ - ۱۵:۵۷
MCIT Ministry

د برښنایی راکړې ورکړې او لاسلیکونو قانون مسوده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې ‏لخوا تصویب شوې، نن د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خلکو او رسنیو ته وړاندې شوه.‏

دا قانون په شپږ فصلونو او دېرشو مادو کې چمتو شوی، او د دې په پلي کیدو سره به د برښنایی لارو د راکړې ورکړې، ‏مواصلاتو او اړیکو ترسره کولو په ډګر کې ډیری بدلونونه او اسانتیاوې برابرې شي.‏

د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي د یوې خبري ناستې پرمهال د کابینې ‏لخوا د دې قانون تصویب د دولت، اقتصاد او ټولنې ډیجیټل کولو په لور لوی ګام وباله.‏

ښاغلي هاشمي وویل: «د الکترونیکي راکړې ورکړې او لاسلیکونو قانون له نړیوالو معیارونو سره برابر دی او د دې قانون ‏په تصویب سره به د نړیوالو شرکتونو د پانګونې راجلبولو لپاره زمینه برابره شي».‏

وزیر مخابرات

 

د دې قانون په تصویب سره، الکترونیکي لاسلیکونه، سوداګری او اړیکې قانوني اعتبار ترلاسه کوي چې دواړه هم دولتي او ‏هم خصوصي سکتور د تخنیکي شرایطو لاندې ترې ګته پورته کوي. ‏

د هغه په وینا، که چیرې مالي، اقتصادي او بانکداري برښنایی وي نو دا به د الکترونیکی سوداګرۍ او اقتصادي ودې په کار ‏کې ډیره مرسته وکړي.‏

هغه زیاته کړه چې د برښنایی راکړې ورکړې او لاسلیکونو قانون تصویبول د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس ‏وزارت، د احصایې ملي ادارې، د اترا ادارې او د عدلیې وزارت د ګډ او ټیمي کار پایله ده. تمه کیږي چې نورې دولتي او ‏خصوصي ادارې به وکولی شي د دې قانون څخه اغیزمنه ګټه پورته کړي.‏

د ډیجیټل اقتصاد وده او ډیجیټل حکومت د هیواد یو له مهمو اهدافو څخه دی او د ژینوا په کنفرانس کې د حکومت ژمنه ده او ‏هیله ده چې دا قانون به په هیواد کې د ډیجیټل اقتصاد، د پانګونې راجلبولو او د معلوماتي ټکنالوجۍ صنعت ودې لپاره لار ‏هواره کړي.‏

د دې قانون پلي کول به وګړو ته د معلوماتو خوندي لیږد کې مرسته وکړي، په دفترونو کې د اداري فساد، بیوروکراسي او ‏کاري غفلت کچه راټیټه کړي، او د وخت په خوندي کولو او د کاري موثریت کچې لوړولو کې به لویه مرسته وکړي.

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۸:۲۱
Background image

اختصاصي اوونیزه غونډه جوړه او د وزارت د بودیجې لګښت او پراختیایي پروژو وضعیت وارزول شو

په دې غونډه کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په مشرۍ، د پالیسۍ او پروګرام مرستیال او د پروژو اړوند...

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۸:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د کوـوین په نړیوال آنلاین کنفرانس کې ګډون وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په هغه انلاین ناسته کې چې د هندوستان هیواد د روغتیا ملي ادارې او د باندنیو چارو وزارت لخوا...

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د بریښنایي حکومتولۍ سره روڼتیا او حساب ورکول: په لغمان ولایت کې د دولتي کارمندانو د حاضری سیستم بریښنایي کیږي

د لغمان ولایت اونیزه اداري ناسته د دې ولایت والي عبدالولي واحدزي په مشررۍ او د ولایت مرستیال او...

بېرته خبرونه ته