د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښت او آسانتیا مرکز د ټکنالوجۍ تجهیزاتو د پروژې د قرارداد ورکولو د پریکړې اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم،  ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښت او اسانتیا مرکز د ټکنالوجۍ تجهیزاتو د پروژې د قرارداد د څلور ملیونه او شپږدیرش زره او شپږ سوه شل (۴۰۳۶۶۲۰) افغانیو په ارزښت، نعیم پریمیر لمیټډ سوداګریز شرکت ته چې کابل ښار ۱۱ مه ناحیې په خیرخانه سیمه کې موقعیت لري ورکوي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراضونه لري کولای شي د دې خبرتیا خپریدو له نیټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د دلیلونو سره یوځای د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دا خبرتیا د تړون معنی نلري او د پورته ذکر شوي نیټې او د قرارداد د قانوني مرحلو تر بشپړیدو پورې به نه لاسلیک کیږي.

په درنښت

الحاج ملا محمد حنیف "حمزه "

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اداري او مالي مرستیال

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۸:۳۵ کابل
Background image

د سټلایټ ځمکنی استیشن (هاب استیشن) جوړولو او د سټلایت ظرفیت اجاره کولو پروژی لپاره د معلوماتو راټولولو د اعلان بیا ځل خپرول

RFI  چې د ځمکني سټیشن د جوړولو او د سپوږمکۍ د ظرفیت د اجارې پروژې په اړه اعلان سپارل شوی و، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو په غوښتنه بیا ځلي د ۲۰۲۶ کال د فبروري تر ۱۵ مې پورې وغځول...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱ کابل
Background image

Back to tenders