د ځاځي اریوب ملي پارک له 4G مخابراتي خدمتونو برخمن شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۸:۱۵
ولایت پکتیا وزیر مخابرات

مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د هېواد جنوب ختیځو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ څخه د لیدنې پر مهال د ځاځي آریوب ملي پارک له مسؤل او د کټوازي ګروپ د چارو اداري رئیس محمد نبي زیارمل سره لیدنه کړې وه او د مخابراتي خدمتونو په تړاو یې خبرې کړې وې، په دغه لیدنه کې د ځاځي آریوب ملي پارک مسؤل د مخابراتي خدمتونو په موخه د آسانتیاو غوښتنه کړې وه چې په وینا یې له دغې ملي پارک څخه وخت په وخت کابو ۳ لکه کورني او بهرني سیلانیان لیدنه کوي چې د مخابراتي آسانتیاو د نشتون له کبله له ستونزو سره مخ وي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ځاځي آریوب د ملي پارک مسؤل او ځايي اوسېدونکو له غوښتنو وروسته مخابراتي شرکتونو ته هدایت وکړ چې په عاجل ډول د ځاځي آریوب ملي پارک ته د مخابراتي خدمتونو د آسانیتاو په موخه نوي آنټنونه نصب کړي، له هدایت سره سم اوس مهال د ځاځي آریوب ولسوالۍ ملي پارک کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت 4G  خدمات پیل او په لنډه موده کې به د ګڼو نورو مخابراتي شرکتونو له لوري هم یو شمېر مخابراتي سایټونه نصب شي چې د یادې سیمې د اوسېدونکو او سیلانیانو لپاره به غوره مکالماتي او انټرنیټي چوپړ وړاندې کوي .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد جنوب ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو هغو سیمو لپاره چې له مخابراتي خدمتونو بې برخې وو کابو ۱۵۳ مخابراتي انټنونه منظور کړل او له منظورېدو سره سم اوس مهال په ګڼو مخابراتي سایټونو کار روان دی چې له ډلې یې د ووړممۍ، جانیخیلو، تروې ولسوالۍ او د ځاځي آریوب ملي پارک منظور شوي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او همدا راز د نورو منظور شویو سایټونو په جوړلو هم چټک کار روان دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۵۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۹:۵۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کار او ټولنیزو وزرات تر منځ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په همدې موخه جوړې شوې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، اوس مهال د ټکنالوجۍ...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت توغان سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت یو مخابراتي سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د زابل ولایت توغان سیمه کې د کندهار-زابل د عمومي لویې لارې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته