د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په کابل کې د قزاقستان شارزدافیر سره وکتل

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۲:۵۵
سفیر قزاقستان با وزیر مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني کابل کې د قزاقستان د سفارت شارزدافیر سره د ډیجیټل حکومتولۍ، ټکنالوجۍ او د مخابراتي سکټور د او اړونده نورو برخو په تړاوخبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر په دې لیدنه کې د قزاقستان هېواد شارژدافیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ څرګنده کړه چې کابل او استانه لرغوني اړیکې لري او د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب په اساس د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر وویل، افغانستان ۴۰ کاله په جګړو کې ښکېل هیواد و او اوسمهال د ودې او ټیکاو په حالت کې قرار لري چې د همدې فرصت څخه په استفادې غواړو د دوه اړخیزو همکاریو پربنسټ د هېواد په پرمختګ کې په ځانګړي ډول د ټکنالوجۍ په برخه کې آغېزمن پرمختګ ولرو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر زیاته کړه چې اوس له نیکه مرغه مونږ په دغې سکټور او د ټول هېواد په کچه د ټکنالوجۍ په برخه کې مجرب کادرونه لري او کولی شو د همکارو هېوادونو د تجربو په کارولو سره د ټکنالوجۍ په برخه کې ښه پرمختګونه ولرو.

په کابل کې د قزاقستان د شارزدافیر ښاغلي ګازیز اکباسوف، افغانستان د آسیا لپاره یو مهم هېواد په توګه یاد کړ او ویې ویل چې د افغانستان ثبات د دې هیواد د ځانګړي جغرافيايي موقعیت له امله د آسیا ټولو هېوادونو ثبات دی او  کولی شي چې آسیايي هېوادونه په یو اقتصادي دهلېز کې سره ونښلوي او د پرمختګ کې په برخه کې همکاري وکړي.

محترم اکباسوف څرګنده کړه چې د قزاقستان هېواد د  ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دی او هغه تجربې چې د ټکنالوجۍ په سکټور کې لري، د افغانستان له کادرونو سره شریکوي، همداراز نوموړي زیاته کړه چې دوی ژمن دي چې د ټکنالوجۍ په برخه کې افغان تخنیکي کادرونو د ظرفیت لوړولو، سیستم جوړونې او دیجيتل حکومتولۍ په برخو کې هم همکاري پاتې شي

همداراز په دې لیدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي معین محترم پوهنیار استاد احمد مسعود لطیف رای،  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مهمو ټکنالوجیکي برخو په اړه چې وزارت یې د پلي کېدو هوډ لري قزاقستاني لوري سره معلومات شریک کړل او په دې برخه کې د دواړو لوریو له خوا استازي هم وټاکل شول ترڅو یادې شوي موضوعګانې تعقیب او د پایلو په اړه يې نظرونه تبادله کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵
Background image

کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنیټي، ریسلر شرکتونو، انځوریزو او غږیزو رسنیو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د کاپیسا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي دلاور برهان د انټرنټي خدمتونو...

بېرته خبرونه ته