د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۴۰۱ کال لپاره د نقلیه وسایطو د پرزو او ترمیم پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د داوطلبی شمیره: MCIT/1401/NCB/G-4

د برخو شمیره (LOTS): نلری

د قرارداد ډول: باالمقطع

د قرارداد موده: یو میاشت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۴۰۱ کال لپاره د نقلیه وسایطو د پرزو او ترمیم پروژې د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۴۰۱/۱۰/۳  نیټه  د مخابراتو وزارت ودانۍ په  ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري. ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي.

همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانې WWW.MCIT.GOV.AF  له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.

د آفر ضمانت چې د نقلیه وسایطو د پرزو او ترمیم پروژې اووه سلویښت زره (۴۷۰۰۰) افغانۍ کیږي د بانکي تضمین په بڼه د غونډې په پیل کې اخیستل کیږي د آفرګشایي غونډه د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په ۳ نیټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مخابراتو وزارت په ۱۴ پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.

په درنښت

 

پوهنیار احمد مسعود "لطیف رای"

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکي او پالیسی مرستیال

 

سندونه:

د شرط پاڼې لینک ډاونلوډ کړئ

د داوطلبی د اعلان مکتوب

 

 

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۳۲ کابل
Background image

د افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز (نکسا) د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له ټولو شرایط پوره کوونکو داوطلبانو څخه بلنه ورکوي، تر څو د افغانستان د انټرنېټ...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۲۴ کابل
Background image

د ۲۷ ولایتونو د ښوونیزو مرکزونو او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاستونو لپاره د سولر بریښنا سیستم د تدارک پروژه

د شاهی دستریبیوشن ساختماني او لوژستیکي خدمتونو شرکت ته چې د کابل ښار د ګلبهار مرکز په دریم منزل کې...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۲ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د ولایاتو د مرکزي شبکې سره د نښلولو د پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان (پنځم لات)

د کوبل لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې په نوآباد، قلعه زمان خان، د کابل په مرکز کې...

Back to tenders