د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د عالي شورا د مقررې مسوده د جمهور رئیس له خوا منظور شوه.

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې ۲۸ مه نیټه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د عالي شورا د مقررې مسوده د جمهور رئیس له خوا منظور شوه.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د عالي شورا د مقررې مسوده چې څلور فصل او
۲۸ مادې لري، د هېواد په کچه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د تلپاتې او معیاري پروګرامونو په موخه وضع شوي ده، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس له خوا منظور شوه.
ددغه شورا د رامنځته کیدو موخه د هېواد په کچه د معلوماتي ټکنالوجۍ د پروګرامونو دومداره او معياري پراختيا ده، چې هدف ته د راسیدو له پاره په دغه مسوده کې يو شمېر فرعي موخې تعقیبوي چې عبارت دي، د هېواد په کچه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پراختیا ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پروګرامونو همغږي کول او په ټول هېواد کې پلي کول، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ فعال او سالم بنسټونو جوړولو له پاره اسانتیاوې رامنځته کول، د زیربیناو تقویه کول، د الیکترونيکي حکومتوالی سره د بلدتیا په موخه د هېواد د وګړو د وړتیا لوړول، په اړوند چارو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ څخه د ګټې اخیستنې په پار د ټولو وزارتونو هڅول او د هغوی ژمنتيا او ملاتړ ترلاسه کول او د نړۍ په کچه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د سيالۍ وړتیا پيدا کول دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ عالي شورا په دومداره توګه شتون لري او مشري يې د هېواد د ولسمشر پر غاړه ده، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ددغه شورا د سکرتريت او دارالانشاء چارې مخته وړي او د اجرائيه ریاست دنده يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په غاړه ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ عالي شورا سربیره پردې په ملي پروژو کې د تصمیم نیونې مدیريت، په هېواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور مستقيمې همکاری جلبول، د ملي پروژو په پلي کولو کې د داخلو ادارو قوي ملاتړ ترلاسه کول او د ورته پروژو د پلي کیدو څخه مخنیوي او یو لړ نور فعالیتونه پر غاړه لري.
دا شورا بېلابېل غړي لري چې هستوي غړي يې د پنځه کلونو لپاره ټاکل کېږي چې د چارو اداره، د پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، ماليې وزارت، امنيت شورا، عدليې وزارت او عامې روغتيا وزارت په کې شامل دي او د تغییر او تجدید وړ دي، همدا راز ټولې دولتي ادارې کولی شي، په دغه شورا کې د آزادو غړو په توګه پاتې شي چې د یو کال لپاره معرفي کېږي او د تبدیل او تغیر وړ دي. ددې تر څنګ غیر دولتي ادارې، اهل خبره اشخاص، با تجربه او مسلکي اشخاص کولی شي، په دغه شورا کې د افتخاري غړو په توګه ګډون وکړي.
ددغه مقررې په اساس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ټولې دولتي او غیر دولتي پروژې د عالي شورا په تفاهم پلي کيږي او مخابراتو وزارت ددغه پروژو د څارنې او ارزونې مسؤليت پر غاړه لري.
په پام کې ده چې ډير ژر به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د عالي شورا غونډه د هېواد د جلالتماب جمهور رییس تر مشری لاندې جوړه شي چې ددغه شورا د سکرتریت چارې به د مخابراتو وزارت له لوري پر مخ وړل کيږي.