د کمپیوټر ساینس برخې ۱۲۰ تنو فارغانو لپاره د ۹ میاشتنیو زده کړو د ازموینې ترسره کیدل

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۹:۰
امتحان دوره کارآموزی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کاسا ډیجیټل ریاست لخوا د کمپیوټر ساینس برخې ۱۲۰ تنو د ښځینه طبقې لپاره د ‏عملي زده کړو ۹ میاشتنۍ ازموینه ترسره شوه‎. ‎

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري پدې ازموینه کې د ښځو د ډېر ګډون او برخه اخیستو څخه قدرداني ‏وکړه او و یې ویل، چې د دې پروګرام هدف دادی چې هغو ښځینه فارغانو ته، چې د یو کال څخه کمه کاري تجربه لري تر سره ‏کیږي او د دوي لپاره د کار کولو زمینه برابروي او د دغه فرصت څخه په اعظمي ګټې اخیستنې یې ټینګار وکړ‎. ‎

آغلې خاوري ګډونکوونکو ته په خطاب کې وویل: د دې دورې د زده کړو د فراغت څخه وروسته د کار موندنې فورمه واخلئ، د ‏بستونو ته خپل غوښتنلیکونه ورکړئ او زه له تاسو څخه ملاتړ کوم ترڅو په دندو وګمارلې شئ‎.‎

د کاسا ډیجیټل پروژې د جندر او عامه اړیکو کارپوهې وږمه کوهستانۍ وویل: د دې ازموینې څخه وروسته به ۴۰ تنه دې ‏روزنیز پروګرام ته لار ومومي او د دې وزارت تخنیکي ریاستونو‎ IT ‎او یا کمپیوټر ساینس برخو ته به ور وپیژندل شي‎.‎

وژمه کوهستانی

ګډونوالو دا ډول روزنیز بهیر د ښځو د هڅونو او په اداري فعالیتونو کې د دوي د برخه اخیستنې لپاره اغیزناک وباله او غوښتنه ‏یې وکړه چې د دې ډول پروګرامونو له لارې دې نور ځوانان هم جذب کړل شي.‏

دوره کارآموزی

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته