د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وسایطو او جنراتورونو لپاره د غوړونکو (روغنیاتو) توکو چمتو کولو پروژې د قرارداد ورکولو د پریکړې خبرتیا

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

پدې توګه د تدارکاتو د قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې، خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وسایطو او جنراتورونو لپاره د غوړونکو (روغنیاتو) توکو چمتو کولو پروژې د قرارداد ورکولو پروژه څلور میلیونه یو لک او شل زره (۴۱۲۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت د افغانستان د نفتو او ګازو د امارتی شرکت ته چې د کابل د مرکز په ۱۷ ناحیه کې د سر کوتل کې موقعیت لري، ورکړئ.

هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري کولای شي چې د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د اوو ورځو په اوږدو کې خپل اعتراضونه د دلایلو سره په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴ پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده، او قرارداد به چې پورته ذکر شوي نیټه پای ته رسیدو او قانوني پړاونو تر سره کیدو پورې منعقد نشي.

په درنښت

الحاج مولوی نجیب الله حیات "حقانی"

د مخابرات او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر

 

 

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۲:۱۴ کابل
Background image

د آسانتیا او نوښت او د پوستي شرکتونو د څارنې سیسټم رامینځته کولو مرکز د آی ټي برخې لپاره د تجهیزاتو چمتو کولو قرارداد ورکولو د پریکړې خبرتیا!

د دغه وزارت د آسانتیا او نوښت او د پوستي شرکتونو د څارنې سیسټم رامینځته کولو مرکز د آی ټي برخې لپاره د تجهیزاتو چمتو کولو پروژه...

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۰:۲۶ کابل
Background image

د ۱۴۰۳ کال لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ پوړیزې او یکه توت ودانیو د بیارغونې پروژې د ورکولو د پریکړې خبرتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ پوړیزې او یکه توت ودانیو د بیارغونې پروژې د قرارداد ورکولو...

Back to tenders