د شرکت خدماتی افغان پی د VAS جواز لیک د اسهامو د واګذارۍ (انتقال)

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
واگذاری سهام شرکت ها

څرنګه چې د نوموړي شرکت د VAS جواز لیک د وړاندې کولو د اسهامو د واګذارۍ (انتقال) پروسه په دې اداره کې جریان لري او د جوازونو، جوازلیکونو او اسهامو د انتقال (واګذارۍ) طرزالعمل اوولسمې مادې دوهم پاراګراف په لاندې ډول صراحت لري:

(اترا اداره دې د انتقال له اړخونو سره خپل حسابونه تصفیه او د حکومت نورو اداراتو ته له انتقالیدونکي شرکت سره د حسابونو د تصفیې په موخه رسماً خبر ورکړي تر څو یاد ادارات د یوې میاشتې په موده کې له انتقالیدونکی شرکت سره خپل حسابونه تصفیه کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د اترا ادارې د وېب سایټونو له لارې او هم د متقاضي لخوا د خپلو معاملاتو د تصفیې په موخه د معتبرې رسنۍ له لارې موضوع نشر شي.

بناء هیله کیږي چې موضوع د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د اترا ادارې د وېب سایټونو له لارې اړونده اشخاصو او مراجعو سره د تصفیې په موخه په لاندې متن سره نشر شي د اعلان متن په لاندې ډول دی:

د شرکت خدماتی افغان پی د VAS جواز یک د واګذارۍ (انتقال) په اړه

(څرنګه چې د افغان پی شرکت د اسهامو د واګذارۍ (انتقال) پروسه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته د خپلو معاملاتو د تصفیې په موخه خبر ورکړل شو.

د یادونې وړ ده چې د نوي سهمدارانو لخوا ادارې ته لیکلی تعهد وړاندې شوی دی چې د انتقالیدونکي جواز/اسهامو اړوند د انتقالوونکي (پخوانیو سهمدارانو) په ذمه د ټولو پاتې مکلفیتونو په ځانګړی تو ګه د ټولو دیونو او تادیاتي مکلفیتونو د تادیې مسوولیت به پرغاړه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته