دایکنډي ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت د ۳ سایټونو د خدمتونوڅخه څارنه ترسره شوه
دایکنډي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ګډ تخنیکي ټیم له لوري، د یاد ولایت په شهرستان او میرامور ولسوالیو کې د روشن مخابراتي شرکت درې سایټونه چې د ټي ډي ایف پروژې په اووم پراو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي وو چې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د ستونزو د حل په موخه او همدارنګه د روشن او اټوما مخابرتي شرکتونو په یادو ولسوالیوکې د نوموړو مخابراتي شرکتونو د استازولیو د خدمتونو څخه څارنه ترسره شوه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو او لګول شویو مخابراتي سایټونو څخه څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي آنټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.
