د غزني ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه ۸۷ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

naweed_admin
Thu, Nov 05 2026 10:49 AM
ولایت غزنی افغانستان

د غزنی ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې، د زده کړې له ۳۶ مې دورې څخه له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۸۷ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.

همدارنګه د غزني ولایت کثیرالرشتوي انستیتوت څخه د پرکټیک دورې لپاره ۲۶ تنه معرفي شوي زده کوونکي  فارغ شول.

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو رئیس ښاغلي مولوي شاه ولي (سعید) ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو پرمهال فارغینو ته مبارکي وویله.

نوموړي د ډیجیټلي مهارتونو او نویو ټکنالوژیو د زده کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ځوانان یې وهڅول چې د تر لاسه شوي زده کړې او مهارتونه د ځان او د اسلامي ټولنې په خدمت کې وکاروي.

د ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئیس ښاغلي مولوي شریف الله (اطاعت) په اوسني عصر کې د ټکنالوژۍ په اړتیا خبرې وکړې او د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډیجیټل مهارتونو پر زده کړو یې ټینګار وکړ.

ګډونوالو هم د علم، زده ‌کړې او مسلکي مهارتونو پر ارزښت ټینګار وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د ځوان نسل د فکري ودې، ځان‌بسیاینې او سالم راتلونکي لپاره مهم وبلل.

د یادونې وړ ده د غزني ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو د ښوونیز مرکز په اوسنۍ (۳۷ مه) دوره کې ۵۰ تنه د امارتي اداراتو کارکوونکي، د ښوونځینو او مدارسو زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړو بوخت دي.