په غور کې د محرومو کلیو د مخابراتي پوښښ د ارزونې لپاره سروې ترسره شوه

naweed_admin
Sun, Nov 01 2026 10:52 AM
ریاست مخابرات ولایت غور

د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ په اسپرف، جنداک، ده‌حور، سالدیز، سرجنګل او یو شمېر نورو محرومو کلیو کې د مخابراتي خدمتونو د پوښښ معلومولو په موخه سروې ترسره شوه.

دغه سروې د مرغاب ولسوالۍ د مرستیال، قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او د اترا ادارې د استازي په ګډون ترسره شوې، چې په نتیجه کې یې څرګنده شوه چې د سلام مخابراتي شرکت دوه او د افغان بېسیم مخابراتي شرکت یو فعال سایټ د یادو کلیو سیمې تر پوښښ لاندې لري.

د غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، هڅه کوي چې د اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو په همغږۍ یادې سیمې د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې راولي، څو اوسېدونکي مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.